ليكنـــــــــــــــــــې

 

میرویس ویاړ

د شمالي ټلوالې له وېرې حامد کرزی
 د تخاربرمته شوو پښتنو لپاره څه نه کوي

دا خو ټولو ته پته ده چې په تخار ولایت کې اوزبکو ټوپکسالارو،اوزبکوملیشو،ګلمجو،د مشرانو او ولسي جرګې غړیو یې د راستنو شویو پښتنو سره څومره فاشستي او حیواني چلند روان کړې دی،او دا هم ټولو ته مالومه شوه چې ولسمشر حامد کرزی هیڅ هم نه کوي،دا یې هم یوه بله لویه بد بختي چې د کرزي له خوا راستول شوې پلاوې هم د اوزبکو او شمالي ټلوالو تومنه وه ځکه یې د خوارانو او بې وځلو پښتنوماشومانو،ښځې او سړي ټول ګواښول چې د خپلو ملکیتونو،جایدادونو،کوراو کلي څخه لاس په سر شي او بیرته پاکستان ته مهاجرشي.سره د دې چې زمونږ تکړه لیکوالو او روڼ آندو د اوزبکو د پیژندو لپاره خپلې هراړخیزې لیکنې پرلیکه کړي،خو زه یوازې د اوزبکو او ګلم جمو په بل اړخ غواړم رڼا واچوم.اوزبک هغه قوم دی چې د پیسو پرته بل په هیڅ هم بند او واز ندي یعنې د هیڅ شي هم پروا نه ساتي او درناوې ورته نه لري.ژوندۍ بیلګه یې د نجیب اله په رژیم کې د دوستم لنډه غرو،کوڅه دربو او سړي وژونکو ډلې اخلاقي فسادات،په ښځو تیری او ګډوډي منځ ته راوستل دا ټول د خارجیانو څخه د پیسو په خاطر وو.اسلامیت او مسلماني خو بیخي د عربانو کلتوراو دودونه ګڼي نه یوازې درناوې ورته نه کوي بلکه ښکنځلې او توهین هم ورته کوي،یعنې اسلام او مسلماني خپل د سردوښمن ګڼي.انسانیت هم په توپ ولي،ځکه زړه سوې او رحم نلري،په ماشومانو او ښځو باندې هم زړه خوږې نه ورځي. اوزبکان د انساني او بشري چاپیریال نه پرته په وحشت،چور تالان او د وژنې په چاپیریال کې لوې شوي، د انسانی فطرت پرځاې په دوې کې ځانځاني وحشي او فاشیستي فطرت په کې وده او خورا پوخوالي ته رسیدلې دی،چې مخه نه نیول یې ناورینې پایلې منځ ته راوړي.اوزبکان په افغانستان کې د افغانانو ماشومان،میرمنې او سپین ګیري ګواښوي او وژني.اوزبکان دعوه کوي چې دا ځمکې او کورونه د دوې دي! زه د اوزبکانو نه دا پوښتنه کوم چې کومې ځمکې ملکیتونو او جایدادونه؟ ایا دا ځمکې ملکیتونو او جایدادونه تاسو د اوزبکستان او یا ترکیه څخه مو ځان سره راوړي و چې نن پرې هغه افغانان وژنې چې پناهندګي یې در کړې وه.تاسو هم د هزاره ګانو،پارسیوانانو او نورو غوندې حرام نمکه،ځانځانیان او فاشیستان اوختۍ. کابل کې خو جهادي لیډران او د دین ټیکه داران د کمپنۍ د سپو نه هم زیات دي ولې د اوزبکو د ظلمونو پرضد غږ نه اوچتوي؟چیرته دي هغه لوې جهادي مشران؟ ریشتیا دې کار خو پیسې نشته کنه! زه دا خو زباد شول چې دوې جهاد نه فساد او غلامي کړې وه ځکه اوس د ټولو نه وړاندې خپل پخواني باداران غندي،ځکه پدې کې ورته پیسې ورکول کیږي.که اوس ورته بیا پنجابیانو ډیرې پیسې ورکړې نو بیا به د هغوې غلامې ته ځنځیر په غاړه به منډه ورځي. افغانستان کې اوس مهال ځانځاني او توکمن پرستي ښه په درځ کې روانه ده،پرته له پوښتنو نه بل هیچا ته هم ملې یووالې،مساوات،زغم،تیریدنه،سوله او ورورلي کوم اهمیت او مفهوم نلري،بس یوازې پښتون دی چې د ملی مصلحت او د دوښمن بیلا بیلو دسیسو ښکار دی.زما په آند خو اوسه پورې په افغانستان کې د پښتنو حکومت ندې راغلې،دا پدې دلیل وایم چې کوم خدمت پښتنو په کې ندې شوې.د تیمورشاه څخه نیولې آن تر کرزي پورې وڅېړۍ،کوم کار تاسو ته په کې ښکاري چې پښتنو ته شوې وي،خو یوازې په کې پښتون ځپل شوي،رټل شوي،بمبار شوي،وژل شوي،تالا شوي،بې عزته شوي،بد نامه شوي،غلط پیژندل شوي او وطن پریښودو ته اړ شوي.دا هم باید وایم چې د حامد کړزي وکمني د پښتنو لپاره یو توره منحوسه دوره وه.زه خو خپله د طالیبانو د واکمنۍ سخت مخالف یم خو چې په شمال کې د پښتنو سره د اوزبکو غیرانساني او وحشي چلند او د حامد کرزي بي غیرتي او ښځیتوب وینم نو وایمه خداې (ج) دې بیا افغاني طالبان راولي،چې لږ ترلږه خو دا د روسیه ترکیه،اوزبکیستان او ایران دا ستمي او خراساني موږګان یوځل بیا په غارو ورننباسي.

مننه

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  talafghan@gmail.com  2004-2008.