|
دست از طـــــــلب ندارم، تا كــا م من برآيد
يا جان رسد به جانــان ، يا جان زتن بر آيد
حافظ شيرازي
دښاغلي او
درانه ورور ميلاد د پورتني ليك
په ځواب كې په درناوي سره :
د دوهم ځل لپاره د مباركيو او د خپلو ريښتينو
احساساتو په رالېږلو مو كور ودانى وايم .
راوروسته : له نورو څخه له گېلې وروسته
دوه ځلې مو په ډول ډول كلماتو خو د يوڅه
سره نږدې او ورته مانا زه
فقير هم پوښتلى يم چې فكر كوم ښه به وي
د لومړۍ ولې؟ او د دوهم چېرته؟ پو ښتنو ځوابونه
سره راومروړم او د څو برخو درلودونكى يو
ځوابگوټى ترې راجوړ كړم :
لومړى ــــ
باور وكړئ چې بلنه او هيله مې له چا
څخه د مباركيو او تشو ستاينو د رالېږلو لپاره نه وه
كړې ، موخه مې دا وه چې ځان ته مالومه كړم دغه
خواري چې ما ورته د خپل اولاد سره د پلرنۍ مينې وخت
هم ورايستلى دى ، كومه تشه ډكولاى شي او كه نه
هسې د هوا گـزول دي .
دوهم ـــ
رښتيا ترخه خو تر خوږو درواغو يې ښه وبولئ ، پښتون
ښه او شريف ولس دى خو د هېڅ شي
قدر ورسره نشته ، پښتانه له سياست او ټولنيز شعوره
لېرې ساتل شوي دي ، د خوږې پښتو ژبې چې شپه او
ورځ پرې غږيږي هم ، قدر نه كوي، نه يې په خپل وخت او
ژوندينې د غټو غټو سياسي او ملي ككريو اود
((
د
ستار د تړلو وړ سړيو)) هماغسې چې ښايي قدر وكړ ، او
نه يې اوس كوم ريښتينى او خواخوږى ملي زعيم او
مشر پيدا كړ او كله خو بيا :
((اوښ له باره په خپل كور كې ورغلى
په اولجه داوښ د غاړې دجرس دي ))
چې خبره راڅخه ډېره اوږده نه شي بېرته راځم خپلې خبرې ته ؛
د دغې ژبې د يوې كوچنۍ او نا څيزې وېب پاڼې
قدر او لاس نيوى خو د تصور نه ډېره لوړه
خبره ده، نوځكه د دغه د گوتو په شمار څو
تنو پېرزوينې او د گروهو شريكول
هم زما د خپلې وړاندوينې څخه ډېر وو
، يو ځل بيا ټولو دغو ښاغلو ته مينه او كورودانى
څرگندوم .
دريم ـــــ
دې خبرې ته مو بايد پام وي چې د خوږې
پښتو ميرڅمن (دښمنان) تل له
خواخوږو څخه ډېر ، فعال او غښتلي
وو او اوس هم دي ، تاسې به پرې
فكر كړى وي كه نه خو زه يې
په خپل ټول وجود ، پوستكي او هډوكو احساسوم چې تل
افغان وېب پاڼه هم د دغسې يوې دښمنۍ
ښكار ده . دغه دښمنان په څو برخو
ويشم :
۱
ـــ نا پښتانه دښمنان :
ـــ په مسكو ښار كې
چې تل افغان وېب پاڼه ځينې خپريږي او چلوونكى
يې پكې اوسي له مخامخ
برخورده نيولې تر غيابي دسيسو ، بدرد
ويلو ، په ((فاشيستان)) ، (( ستيزگران قومي )) ، ((
هټلران قرن بيست ويك ))، (( القاعده )) ،
(( وهابيان ))، (( متعصبين )) ، ((تفرفه اندازان قومي)) او
همدارنگه د نورو داسې كلماتو چې د دوۍ
په نظر توهين خو زموږ په اند وياړ دى
لكه : (( تخم محمد گل مومند)) ، ((
نشنليستان)) نومولو او خطابه پورې يې
نه دي سپمولي ، له دولتي چوكاټه
څخه نيولې تر ځانگړو سوداگريز مركزونو پورې
د افغاني ملي گټو ضد گوندونو او د هغوۍ د تالي څټو
د پوره يو اړخيز نفوذ او اغېز او د يوې منظمې افغاني
ضد ستراتيژۍ په ترڅ كې د پښتواو پښتوپالو په
ضد ، څه چې يې له وسه پوره وي كوي يې . د
اخباري او تلويزيوني خپرونو د امكاناتو په
درلودلو سره ( كه څه هم چې كيفيت يې په نشت برابر
او له خپل لوري د وړاندې كولو لپاره څه نلري
،او منځپانگه يې يوازې له نورو هېوادو څخه د افغاني
روحيې د دښمنو خپرونو كاپي كړل شوي مواد دي
. ) د پښتو ژبې ، پښتنو او افغانيت پر ضد ناپاك
سنگر تود ساتلى دى . پدې كې شك نشته چې زموږ
په ځينو پښتنو ورونو ډېر ژر د
نورو دغه ډول ناپاك فكرونه سيوري اچوي او
د خپلې ژبې او خواخوږو سره يې بې
تفاوته كوي او ان لا په دښمنۍ كې يې
ورسره اچوي . زموږ سره د دوۍ دښمني موږ ته دا
ډاډ راكوي چې يو څه به يې پكې د خپلو
ناوړو نيتونو پرضد خامخا ليدلي وي ، پښتو متل
دى : (( بې ثمره ونه څوك په ډبرو نه ولي . )) او
نامتو امريكايي ليكوال ډېل كارنگي كاږي:
(( له ياده يې مه باسئ ، مړ سپى څوك په لته نه
وهي . ))
ـــ له مسكوه بهر نا
پښتانه دښمنان: دلته چې له نږدې دا حال
وي ، نو د وېب پاڼې دښمنانو
به په نورو ځايونوكې چې موږ له
نږدې هم نه پېژني ، له كومو ډنډورو
او ناروا ويلو ځان ساتلى وي .
۲ ــ پښتانه :
يوه ډله يې چې په ځانپوهه (
اگاهانه
) ډول د لوړو يادو شوو ډلو سره د
ځينو شخصي گټو لپاره د يو ډول تفاهم په
كړيو كې ايسار او د خپل حسد په
اور كې سوزي ، د بل كار او زيار د
خپلو كاذبو شخصيتونو زيان بولي او د
نورو د همكارۍ مخه هم نيسي .
(( پښتانه چې بې ننگي كا څوك يې څه كا
گورستان لره به دروموله ارمـــــــــــــــــــانه
))
بله
يې نا اگاهه ډله ده چې يا خو يې
د ليكلو د توان د نه درلودلو
لامله پاسيف ژوند غوره كړى دى او يا
يادو شوو ډلو ته په كتو همكارۍ ته
تيار نه دي . كله كله چې ځينې
دوستان د مسكو ميشتو افغانانو د همكارۍ
د جلبولو مشوره راكړي ، نو
حيران شم چې څوك يې دغه مشورې ته وخاندي كه وژاړي ؟
دوۍ خو گرم ځكه نه شي گڼل كېداى چې د خپلو
پاكو زړونو خبره كوي ، د دې ځاى له فرهنگي
چاپېريال سره اشنا نه دي ، دلته بيا
كيسې نورې دي .
د پرديو د غپا سره سره په تيارو كې
به مو د رڼا كاروان په مخ روان وى ځكه :
(( تر مقصوده پورې شرط د رسېدو دى
كه تمامه لارپه وينو شي الوده ))
څلورم ـــ د امكاناتو محدوديت :
(( سر مې ياروته پېشكش كړ لا شرمېږم
د نادارو عذر پټ نه دى څرگنـــــــــد دى ))
په پرلتيز ډول د تل افغان وېېب پاڼې
شونتياوې ( امكانات ) له نورو ډېري پښتو
وېب پاڼو سره د پرتلې وړ نه
او ډېرې محدودې دي ، ځكه
چلوونكى يې پداسې يوه هېواد كې مېشت دى
چې د ژوند د لومړنيو اړتياوو ( د
نس لپاره د يوې گولې ډوډۍ او د تن د پوښلو
لپاره د جا مو ) د پوره كولو لپاره لكه
د خپلو نورو هېوادوالو ، پرته له كومې
رخصتۍ ، هره ورځ له سهاره تر تېر ماخوستنه
فزيكي كار وكړي ، دغو پرلپسې فزيكي كارونو او
ناوزگارتياوو د ټولنيزې راشه درشې
او اړيكو مخه يو څه ډب كړې ده
او له پرته يې د ژوند د لارۍ
گاړي او څرخې په ټپه درېدلې وبوله
.
له نږدې څخه د ټولنيزو اړيكو د نه
شتون له كبله مو د هېواد دننه او
بهر همېشني او منظم همكاران نه دي
درلودلي ( كه څه هم وخت نا وخته يو نيم ښاغلى
مو د برېښناليكونو د كور دروازې راوټكوي ، د
تلپاتې همكارۍ ژمنه وكړي ، خو وروسته
ترى تم شي ، پرې پوه هم نه شو چې اشنا څوك و او څه
شو ) ، د اوس لپاره يوازې د برېښنا ليكونو له
لارې د ښاغلو ليكوالو د راغلو ليكنو په
خپراوي محدود شوي يو . اوس يو څه له
وخته وړاندې خبره ده خو كه
خواخوږو پښتنو ليكوالو د خپلې ريښتونې كره كتنې په
رڼا كې د پښتو وېب پاڼو له مينځه تل افغان
ناكامه پاڼه وبلله او تر ما يې
راورسوله چې :
(( په دا لار د شهسوارانو ختل گران دي
گوډه څو به باندې خېږې ملكنډ دى ))
نو د دې كرښو كښونكى ژمنه كوي چې بې له ځنډه څخه
:
(( نور به وساتي خپل رخت په خپل صندوق كې ))
په پښتنې مينې او ادب
ډاكتر ج ـــ سمون
د تل افغان وېب پاڼې چلوونكى
۱۷
/
اگست/
۲۰۰۶
يادونه :
په ليكنه كې ټول پښتو شعرونه او
وروستى نيم بيتي په يوه كوچني بدلون سره ((
وساتي = وساتم )) د پښتو شعر د ستر سالار خوشالخان
خټك دي .
|